142 ـ خر او سپی

source of image: https://tamilandvedas.files.wordpress.com/2015/08/dog-and-donkey.jpg

 

يو بزګر له کوره ووت له ځانه سره يې خپل خر او سپی هم وايستل. ډوډۍ يې د خره پر شا بار کړه او سپی هم ورسره رهي وو، کله چي کښت ته ورسېد، خر يې د څړ د پاره ايله کړ. بزګر په کار بوخت شو او سپی په يوه ځای پرېوت. بزګر چي يو څه کار وکړ، ستړئ او ستومانه شو، کار يې پرېښود، ولاړ چي تر يوې وني لاندي ويده شي او خپله ستومانتيا ليري کړي. بزګر د يوې وني تر سيوري لاندي بيده شو.

پدې وخت کي سپی ډېر وږی شو، خره ته راغئ او ورته و يې ويل: «ای ملګريه ! اجازه ده چي د هغي ډوډۍ څخه چي ستا پر شا بار ده يوه مړۍ واخلم؟ ډېر وږی شوی يم.»

خره ورته وويل: «صبر وکړه تر څو دي څښتن راويښ شي.» نو خره د سپي خبري ته هيڅ غوږ و نه نيوئ او بيرته يې په څرېدو پېل وکړ.

ډېر وخت لا نه وو تېر شوئ چي يو وږی لېوه د خره پر لور راغی. خره چي لېوه وليد ډېر ووېرېد. په زاريو يې پېل وکړ او سپي ته يې وويل: «ای ملګريه! لېوه نه وينې، ولي پروت يې؟ هيله کوم چي ما ورځني خلاص کړې.»

سپي ورته وويل: «ته هم صبر وکړه تر څو دي څښتن راويش شي.»

 

ترتيب کوونکی :  عبدالعلي رسولزاده


منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه

  د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.