139 ـ درواغجن هلک او لېوه ـ منظوم نکل

source of image: http://www.maribellechuga.com/system/pictures/images/000/066/131/original/BOYWHOCRIEDWOLF_7.jpg?1456391678

 

ليکونکی: رشيد احمد حقپال، د ۲۰۱۶ کال د نوامبر ۱۵مه نېټه

 په يوه کلي کې بزګر وو

ژوند يې کوو دلته خټګر وو

غټه رمه يې درلودله

په غره او راغ يې څروله

وختونه تير بزګر بوډا شو

زوی يې زلمی شو د سودا شو

ګډې پسونه يې زوی ته ور کړل

هم يې چلونه ورته زده کړل

هلک سهار به چې وتلو

د پلار و پند يې هيرولو

يو ورځ هلک په زړګي تنګ شو

د يوې تيږي خواته څنګ شو

بيا يې په زوره چيغې سر کړې

ليوه مې میږي ټولې مړ کړې

د کلي لوی واړه را ټول شول

د بزګر زوی سره په شور شول

هلک په کړس خندا چې وکړه

خلکو په شا منډه ترې وکړه

بله ورځ بیا کیسه شوه داسې

خلکو را منډه کړله داسې

چیغې دروغ وې ليوه نه وو

وګړي ټول له غوسې سره وو

څو ورځې وروسته ليوه راغی

د شپون اواز له بره راغی

خلکو ويل هسې درواغ دي

نارې وهي کیسې د فراډ دي

ټوله رمه يې وداړله

يوه دانه يې پرينښووله

سبا چې خلک ټول خبر شول

ليوه خوړلې ده اوتر شول

بزګر ته ورغلل خفه وه

د ده له زويه په ګيله وه

هلک پښيمانه وو غمګين وو

له خپل درواغو شرمګين وو

خلکو ويل چې درواغجن دی

رمه یې ختمه شوه غمجن دی

اوس پښيمانه ناقرار دی

د زړه په رنځ هم ګرفتار دی

درواغ ويل لويه ګنا ده

دا يوه غټه شان خطا ده

 

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.