125 ـ اوه بزګړي او شرمُښ ـ منظوم نکل

soure of image: https://www.planet-schule.de/fileadmin/dam_media/swr/die_brueder_grimm/img/grimm1002_7geisslein_im_klassenzimmer.jpg

 

 يوه بزه وه تکه سپينه

ډېره درنه او ښه سنګينه

د بزې کور ؤ په ځنګل کي

کور يې درلود يو څاه بغل کي

اوه د دې بزې بچي ول

بزګړي دا ټول لا کوچني ول

دوی به ويل ښه سبقونه

د کور کول به يې کارونه

د مور په خوله به يې کول زيات

خواږه ول دوی ټول يو تر بل زيات

انګړ بنګړ يې مشران ول

تنګړ ثنګړ يې لږ لويان ول

جنګړ حنګړ د دوی مېنځويان ول

دوی دواړه ښه پوره شوخان ول

کشر خنګړ يې سپينکی ؤ

لږ پنډکی لږ خټکی ؤ

دی ډېر کوچنی ؤ ښايستکی ؤ

لږ بجوجی لږ بنونی ؤ

مور يوه ورځ ويل زړګيانو

زما نانيانو چونګوټيانو

واښه زموږ کم دي ژر خلاصيږي

هغوی ډېر ليري را شنه کيږي

زه بايد ولاړه سمه هلته

وښو د وچو و رېبل ته

بنده به تاسو دروازه کړئ

پکښي به بنده بيا تخته کړئ

هيڅ چي يې خلاصه نه کړئ پام کړئ

په دې خبره ښه پوه ځان کړئ

دلته ليوانان دي شرمښان دي

ټول د وزګړو دُښمنان دي

بيا نو بزې دا خپل بچيان ټول

پر زړګي ونيول چيچيان ټول

مينه يې ډېره سره وکړه

خدای په اماني يې سره وکړه

بزګړو بنده دروازه کړه

بيا يې تخته پکښي سيده کړه

هلته یو شرمُښ ورته پټ ؤ

پنډه يې خېټه پنډ يې څټ ؤ

پټ پټ بيا راغلی دروازې ته

کور د بزګړو او بزې ته

دروازه ده وټکوله

په سوک يې ټينګه ووهله

بزګړو وپوښتل چي:«څوک يې؟

«ته يې زموږ مور او که بل څوک يې؟»

شرمُښ ويل: « زه ستاسو مور يم

دروازه خلاصه کړئ د کور يم

وچ وچ واښه مي دي راوړي

پروړ طلايي مي دي راوړي

دروازه خلاصه کړئ نانيانو

نازک هډوکو پنډکيانو»

انګړ بنګړ ويل: « ته نه يې

شرمُښ يې ته او بل څه نه يې

ستا په آواز کي چي غړومبی دی

زموږ د مور نه دی دا پردی دی»

شرمُښ بيا ولاړی و بازار ته

د تباشيرو دوکاندار ته

ويل: « ته راکړه تباشير ډېر

که نه نو کړم به دي زهير ډېر»

تباشير ورکړ دوکاندار ژر

شرمُښ هم وخوړ په تلوار ژر

همدا ؤ ږغ د شرمښ پوست سو

آرام او ټيټ لکه د دوست سو

پټ پټ بيا راغلی دروازې ته

کور د بزګړو او بزې ته

دروازه ده وټکوله

په سوک يې ټينګه ووهله

بزګړو وپوښتل چي:«څوک يې؟

«ته يې زموږ مور او که بل څوک يې؟»

شرمُښ ويل: « زه ستاسو مور يم

دروازه خلاصه کړئ د کور يم

آواز مي اورئ چي شيرين دی

پوست دی ښه نرم او سنګين دی

دروازه خلاصه کړئ نانيانو

نازک هډوکو پنډکيانو»

د شرمُښ توري توري پښې

تر يو چولې معلومېدې

تنګړ ثنګړ ويل: «مور نه يې

شرمُښ يې ته او بل څه نه يې

که ته زموږ مور وای نو به سپين وای

تندی به ستا ښايسته او ورين وای»

شرمُښ بيا ولاړی و بازار ته

د سپين اوړو و دوکاندار ته

ويل چي ژر ژر دوړوه يې

اوړه پر ما دي بادوه يې

راته را سپين کړه اندامونه

که نه در ښخ به کړم غاښونه

دوکاندار ډېر ؤ بېرېدلی

هر يو اندام يې لړزېدلی

بوجۍ يوه يې کړه پر خلاصه

د اوړو ډکه له اخلاصه

په دوړه دوړه شرمُښ سپين سو

دوکاندار وژړل غمګين سو

پټ پټ بيا راغلی دروازې ته

کور د بزګړو او بزې ته

دروازه ده وټکوله

په سوک يې ټينګه ووهله

بزګړو وپوښتل چي:«څوک يې؟

«ته يې زموږ مور او که بل څوک يې؟»

شرمُښ ويل: « زه ستاسو مور يم

دروازه خلاصه کړئ د کور يم

وګورئ سپينه يمه سپينه

زه ستاسو مور يمه سنګينه

دروازه خلاصه کړئ نانيانو

نازک هډوکو پنډکيانو»

جنګړ حنګړ ويل: «مور راسه

دروازه خلاصه ده ژر راسه»

دغو بزګړو چي مېنځويان ول

دروازه خلاصه کړه شوخان ول

شرمُښ هم ننوت په کور ژر

دروازه يې بنده کړه په زور ژر

بزګړي ټول ول بېرېدلي

له دروازې ول تښتېدلي

هغوی پټ سوي ول په کور کي

څوک په کندو کي څوک په پروړ کي

چي د ساعت يو المارۍ وه

هغه وه بنده بې کيلۍ وه

خنګړ ؤ پټ هلته خوندي ؤ

په خپله خوښه دی بندي ؤ

بزګړی دا تر ټولو کشر

په پټېدو کي ؤ لوی مشر

شرمُښ هر چيري کښل بويان ژر

شپږ يې پيدا کړل مشران ژر

یو يو يې اچوی و خولې ته

د وږي نس و تاریکې ته

شرمُښ چي موړ سو نو ستومان سو

څاه ته نژدې ورته خوبان سو

بزه چي راغلله و کور ته

کشر کيسه وکړه و مور ته

مور او خنګړ پيدا چاړه کړه

پر يو ډبره يې تېره کړه

شرمُښ ته پټ راغلل دوی دواړه

څوک چي بيده ؤه پنډه غاړه

نس په چاړه يې کړ ورڅيري

چي پر پرتې وي ډيري خيري

يو يو بزګړی يې آزاد کړ

په ښکلولو يې ښه ښاد کړ

بزګړو راوړې بيا ډبري

د شرمُښ نس ته څو سنګړي

نس يې ور ډک کړ په ډبرو

په ښو درنو درنو سنګړو

بزې پر وکړ ښه تلوار بيا

ور وګنډی يې نس په تار بيا

پټ سول بزګړي او هم مور يې

کتل دُښمن ته د خپل کور يې

شرمُښ چي ويښ سو نس يې ډک ؤ

هغه حيران ؤ او هک پک ؤ

ويل:« خوړلي مي بزګړي

که لوی ډبري او سنګړي

دا څنګه تږی يم حيران يم

بدن مي دروند دی پرېشان يم»

نس يې ډېر دروند درد يې په ځان سو

د څاه اوبو ته چي روان سو

لږ چي ور کوږ سو هغې خوا ته

درب سو او ولوېد دی و څاه ته

کيسۍ چي والوتله پورته

زه هم راورسېدم کور ته

خوږو لوستونکو اورېدونکو

د دغه نکل خوښوونکو

حقيقت نه ؤ دا کيسه وه

رشتيا هيڅ نه ؤ افسانه وه

خو درس يې ډېر لوی حقيقت دی

پکښي کي پټ لوی علميت دی

د مور او پلار چي په خوله نه کړي

بچي ناکام به وي ښه نه کړي

عزت د مور او پلار لازم دی

هر هدايت يې د تعظيم دی

تاسو هم خپل د مور په خوله سئ

لا هوښياران سئ لا خواږه سئ

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د جولای ۳۰مه نېټه، بون

د ليکوال يادونه: دغه نکل ما د آلماني ليکوالانو ګريم ورونو په نکلونو او په همدې شان په ماشومتوب له مشرانو اورېدلی ؤ. خو دا چي ټکی په ټکی ترجمه نه ده، نو ښايي د موجودو بيلو مخکنيو ليکل سوو بڼو سره فرق ولري.

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.