122 ـ پردۍ بڼکي ـ منظوم نکل

source of image: http://www.tales.jennaabts.com/images/BirdinBorrowedFeathers3.jpg

 

 

يوه کاغۍ وه تکه توره

وه په جسد کي هم کمزوره

خوښ يې هيڅ نه ؤ خپل دا ځان

بهتر بلل يې نور مرغان

ويل چي څنګه به ښايسته وای

بڼکي زما هم که رنګه وای

همدا ؤ راغله و يو ځای ته

د باراني ځنګل و پای ته

بڼکي دلته يې پيدا کړې

له وچو پاڼو يٍې جلا کړې

په سل رنګو باندي رنګيني

داسي بڼکي نازنيني

چي غورځوي يې طاوسان

کاغۍ سينګار کړ باندي ځان

بيا نو روانه سوه ځنګل ته

نوو نخرو او ځان ښودل ته

کاغۍ کږه وږه کېدله

په خپل ځان ډېره نازېدله

فکر يې وکړ چي ملکه ده

دا په رشتيا سره ښايسته ده

خو باندي راغلل طاوسان

ډير په غوسه ول دا مرغان

بيا پر کاغۍ پېل سول بريدونه

لکۍ شکول چا يې وزرونه

کاغی ډېر وکړل فريادونه

خو پر روان ول ګوزارونه

د کاغۍ وچه چي سوه ناړه

د طاوسانو ډله ولاړه

کله چي کښېنسته لوخړه

کاغۍ وه پاته لوڅ لپړه

هر څه بڼکي که ښايستې وي

چي وي پردۍ نو بې فايدې وي

منصوب هيڅکله ځان ته نه کړې

پردي اوصاف ښکلا به څه کړې

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د جولای ۱۲مه نېټه، بون

د ليکوال يادونه: د دغه نظم له پاره مي الهام د انتيک يوناني ليکوال Gaius Iulius Phaedrus له نکل څخه اخيستی

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.