12 ـ کوچنی کلاوس او لوی کلاوس

 

لیکوال : H.C.Andersen 
ژباړه : د عبدالملک پرهيز

 په یوه کلي کې دوه تنه اوسيدل چې ددواړو نومونه يو شان ول، ددواړو نوم کلاوس ؤ. خو توپیر یې دا ؤ چې یوله هغوی ، څلور آسونه لرل او بل يې يوازې يو آس درلود. ددې دپاره چې دوې يو له بله توپير شي خلکو به دا يوچې څلور آسونه يې لرل، لوې کلاوس باله او دا بل چې يوازې يو آس یې درلود د کوچنی کلاوس په نامه يادولو. نو راځۍ چې ددوې کيسه واورو چې دوې څه حال درلود، دا ځکه چې دا يوه ريښتنې کيسه ده!

 په ټوله اونۍ کې به ګوچني کلاوس د لوی کلاوس مرسته کوله او خپل يوازنی آس به يې هغه ته ورکاوه او بيا لوی کلاوس به له کوچني کلاوس سره مرسته کوله او خپل څلور آسونه به يې هغه ته ورکول، خو هغه به په اونۍ کې يوازې يو ځل دا کار کاوه او هغه هم د جمعې په ورځ. هو! په دې ورځ به نو کوچنې کلاوس خپله قمچينه پړه کوله او ويل به يې ځغلی زما پنځه آسونو ځغلی ، دا ډيره په زړه پورې وه، په دې وخت کې به پنځه واړه آسونه ده ته لکه د خپلو آسونو شان ښکاريدل، خوله دغه کاره به ده يوازې يوځل په اونۍ کې خوند اخيستلو. نن يوه ښکلې ورځ وه آسمان تک شين ؤ، لمر ځليده او د کليسا زنګونه کړنګيدل. خلکو ښې جامې آغوستې وې او د تخر لاندې يې کتابونه نيولي ول او د کليسا په لور روان ول څو د کلیسا دملا خبرې واوري. خلکو کوچنی کلاوس ليده چې د پنځه آسونو سره روان ؤ هغه دومره خوښ ښکاريده چې قمچينه به يې پړه کوله او ويل به يې «چو، زما پنځه آسونو ځغلۍ!»

 «ته بايد داسې ونه وايې » لوی کلاوس داخبره وکړه.« دلته يوازې يو آس ستا دی»!

 خو کله چې دوې بيا يو څه وړاندې ولاړل او د کليسا له څنګه تير شول نو کوچني کلاوس د لوې کلاوس خبره هيره کړه او بيا يې غږ کړ:«چو زما پنځه آسونو ځغلۍ!»

 « هو نور نو غواړم له تا څخه په ټينګه هيله وکړم چې داخبر بيا ونه کړې، دا دې وروستی ځل وي چې ته داخبر کوې او که بيا دې داخبره وکړه نو ستا د آس سر به په دغه تبرګي ووهم او ځای پر ځای به يې ووژنم نور نو بس دی!»

 « زه به نور دا خبره بیا ونه کړم!» خو کله چې دوې بیا د خلکو څنګ ته نژدې شول او خلکو د سر په اشاره دوې ته ويل« سهار مو نيکمرغه!» نو هغه بیا له زياتې خوښۍ نه دا سې ښودله چې دی د پنځو آسونو خاوند دی او خپلي کروندي پرې يووه یا قلبه کوي، نو بيا يې غږ کړ چې« چو زما پنځه آسونو ځغلۍ!»

 « زه به اوس ستا آسونه چو کړم» لوې کلاوس دا خبر وکړه، او په تبرګي یې د کوچني کلاوس يوازنی آس په سر وواهه، دهغه آس پر ځمکه پريوت او بې له ځنډه مړ شو.

 « اوخ اوس نو زه هيڅ آس نه لرم!» کوچني کلاوس داخبره وکړه او په ژړا شو. وروسته هغه د خپل آس پوستکي و ايست او په آزاده هوا کې يې وځړاولو څو ښه وچ شي او کله چې د آس پوستکی وچ شو نو هغه يې په يوه خلته کې کيښود او خلته يې په شا کړه او د ښار په لور ولاړ څو د آس پوستکی خرڅ کړي.

 تر ښاره لاره اوږده وه او ده زيات مزل وکړ څو په پای کې يو ځنګل ته ورسید، دا يو ډیر ګڼ ځنګل ؤ او په کې تپه تياره وه او ډيرډارونکی حالت يې درلود، ناببره هوا ډيره ترينګړې شوه، هغه په ډیرې چټکۍ سره مزل کاوه او مخکې له دې چې هغه يوې سمي لارې ته ورسيږي، شپه شوه، تر ښاره لاره اوږده وه او تر کوره هم لاره اوږده وه.

 هلته لارې ته نژدې د يو ځمکوال بزګر کور ؤ، د کور کړکۍ د سړک په لورې پرتې وې او د کړکيو نه رڼا بهر را وتله. کوچني کلاوس له ځانه سره فکر وکړ چې دا به عجب ښه کاروي که ما ته اجازه راکړي څو شپه هلته تيره کړم. نو د کور په لور ولاړ څو دروازه ووهي.

 د بزګر ميرمن ور پرانيست، د بزګر ميرمن هغه ته وويل چې د هغې ميړه په کور کې نشته او هغه پردیو ته په کور کې ځای ورکولی نه شي او ورته يې وويل:« چې ځه په خپله مخه ځه.»

 « ښه نو ددې خبرې مانا دا شوه چې زه باید شپه بهرتيره کړم» کوچني کلاوس دا خبره وکړه او د بزګر ميرمن ور پورې کړ.

 کور ته نژدي يوه بوساړه وه او د بوساړې او کور ترمنځ يوه کوټنۍ وه چې دپاسه يې هم يوه کوچنۍ کوټه وه.

 «هو کيدی شي همدلته شپه تيره کړم!» کوچني کلاوس له ځانه سره دا خبره وکړه، هلته په بر پوړ(بامبوټۍ) کې يو ښه کټ هم پروت ؤ. بې د شکه چې زاڼي نه راځي چې زما پښې په مښوکه وچیچي. هلته په ريښتيا هم د زاڼو يو ه جوړه د بام دپاسه ولاړ ؤه چې هم هلته يې ځاله لرله. 

 کوچنی کلاوس د زينې دلارې دويم پوړ ته پورته شو او پر کټ پريوت اوددې دپاره چې آرامه ويده شي په يو اړخ واوښت. له دغه ځایه د کړکۍ له منځه کيدی شو په کور کې د سالون خونه په ښه ډول وويني.

 هلته په سالون کې يو لوی ميز ؤچې راز راز خواړه لکه کباب، کب او واين پرې ايښودل شوي ول او د بزګر ميرمن او د کليسا يوچړي ورته ناست ول او بل هيڅ څوک هلته نه ول. د بزګر ښځې به هغه ته د خوړو ست او سلا کوله او هغه به د وريته کبانو څخه ځانته يوڅه راجلا کړل، څرګنده وه چې دا هغه څه ول چې د چړي زيات خوښيدل.

 « دا به څوک وي چې هلته ناست دی!» کوچني کلاوس له ځانه سره داسې وويل او سر يې د کړکۍ خواته نور هم نژدې کړ. خدايه! کيک، هلته پر ميز څه ښه کيک ايښې دی! داسې ښکاري چې کومه ميلمستيا وي!

په دغه وخت کې هغه(کوچني کلاوس) په لويه لاره د چا د راتلو غږ واوريده چې د کور په لور راتللو. دا د ښځې ميړه( بزګر) ؤ چې دکورپه لور روان ؤ.

 هغه ډير ښه سړی ؤ خو هغه يوه عجيبه شانته ناروغي درلوده او هغه داچې د کليسا چړي يې ډير بد راتله او د هغه د ليدو او يا له هغه سره د خبرو کولو زغم يې نه درلود. کله که چړي به په مخه ورغی نو سخت به عصبي کيده. له دې کبله کله به چې هغه ته څرګنده شوه چې بزګر په کور کې نه شته نو چړي به د بزګر کور ته ورغی څو د هغه ميرمنې ته ووايې «میرمن ورځ مو نيکمرغه!» او د بزګر مهربانې ښځې به هغه ته هر ډول خوندور خواړه پر ميز کيښودل. نوکله چې دوې د بزګر د پښو غږ واوريد چې کورته راتللو، ډير وډار شول او د بزګر ښځې له چړي نه وغوښتل څو په هغه تش او لوی صندوق کې ننوزي چې د کوټې په يو ګوټ کې ايښی ؤ، نوچړي دا کار وکړ او په صندوق ته ننوت ،ځکه هغه پوهيده چې بزګر د هغه د ليدلو زغم نه لري. ميرمنې ټول خواړه او واين په پخلنځي کې پټ کړل ځکه که د هغه ميړه دا هر څه ليدلي وای نو له خپلې ميرمنې به يې پوښتلي وای دا ټول د چا دپاره دي؟

 کله چې کوچني کلاوس و ليده چې ميرمن ټول خواړه پټ کړل نو وښوريده او له ځانه سره يې دا خبره وکړه« اوه نه! » 

 « آيا هلته پورته په بامبوټۍ کې څوک شته دی؟» بزګر داسې پوښتنه وکړه او پورته يې سر ور ښکاره کړ او کوچنی کلاوس يې وليده. ولې دلته پروت يې راځه کورته، زما سره سالون ته راشه!»

 کوچني کلاوس ټوله کيسه وکړه چې ده د شپې د تيرولو غوښتنه کړې وه.

 « ښه نو داسې!» «خو اوس بايد يو څه ورخورو!» بزګر داخبره وکړه.

 ميرمن په ورين تندي ددواړه هرکلی وکړ او يو لوی ديګ یې د دواړو مخې ته کيښود. بزګر ډير وږی ؤ او په زياتې اشتها سره يې په خوړلو پیل وکړ. خو کوچني کلاوس نه شو کولی يوه شيبه هم د کباب، وريت کب او کيک فکرله سره وباسي، هغه پوهيده چې خواړه چيرته دي.

 هغه د آس پوستکې چې په خلطه کې يې ايښی ؤ، خپلو پښو ته نژدې د ميز لاندی ايښی ؤ . په اصل کې هغه د همدغه پوستکي لپاره له کوره وتی ؤڅو په ښار کې يې و پلوري .

 ده ته د ديګ خوړو(غذا) خوند نه ورکاوه، نو ځکه یې د پوستکي پر خلطه خپله پښه راکشه کړه اود پوستکي څخه يو عجيبه غوندې د کړپ کړپ غږ پورته شو.

 « بس» کوچني کلاوس وويل او بيايې پښه پر خلته وزبيښله او دا ځل له خلطې څخه لا جګ غږ پورته شو.

 « يار، ستا په خلطه کې څه دي؟» بزګر له کوچني کلاوس نه دا پوښتنه وکړه.

 «هو، دا یو کوټګر دی!» کوچني کلاوس داسې ځواب ورکړ. هغه وايې چې موږ بايد ددغه ديګ خواړه ونه خورو، بلکې هلته په هغه بل ديګ کې کباب، وريت کبان او کيک شته چې هغه له کوډو جوړ کړي دي»

 « څه دې وويل؟» بزګر داخبره وکړه او لاړ دديګ سر يې جګ کړ او ټول هغه خوندوره خواړه يې وليدل چې ميرمن يې پاخه او هلته يې پټ کړي ول. خو اوس بزګر ګومان کاوه چې دا هر څه کوټګر چمتو کړي دي. ميرمن زړه نه شو کولی چې څه ووايې او ډير ژر یې خواړه د ميز د پاسه کيښودل او دواړو په ګډه کباب، کبان او کيک وخوړل. او کوچني کلاوس بيا پر خلطه خپله پښه وزبيښله او له پوستکي بيا غږ پورته شو.

 « بيا څه وايې ! » بزګر له کلاوس نه پوښتنه وکړه.

 «دی وايې» کوچني کلاوس داخبره وکړه « هغه موږ ته درې بوتله واين هم برابر کړي دي او هلته په المارې کې دي!» اوس نو ميرمن دې ته اړ شوه هغه واين هم پر ميز کيږدي چې په المارې کې يې پټ کړي ول. او کله چې دوې واين وڅکل نو بزګر ته دا هيله پيداشوه چې داسې يو ښه کوټکر چې د کوچني کلاوس په خلطه کې دی، تر لاسه کړي.

 « هغه نورې کوډې هم کولې شي؟» بزګر دغه پوښتنه وکړه، « اوس چې د بزګر طبعه بيخي سمه شوې وه نو ویې ويل زه غواړم هغه و وينم!»

 « هو، زما کوډګر هر کار کولی شي، هر څه چې زما زړه غواړي، باور نه کوې؟» هغه داسې وویل او خپله پښه يې بیا پر خلطه کشه کړه او غږ ترې پورته شو. کولی شې واورې، چې هغه څه وويل؟ خو هغه ډیر بدرنګه دی او هيڅ د ليدلو نه دي!»

 « نه زه بيخي نه ډاريږم، ويې ښايه هغه څنګه ښکاري؟»

 «هغه بيخي چړي ته ورته دی!»

 «اوه!» بزګر دا خبره وکړه. « ډیر ناوړه دی! ته بايد پوه شې چې زه د چړي د ليدو زغم نه لرم! خو اوس سره له دي بیا هم غواړم هغه ووينم، زه به ځان ښه چمتو کړم او وبه نه ډار شم، يوازې هغه مه پريږده چې ماته نژدې راشي!»

 «اوس به زه له خپل کوټګر نه پوښتنه وکړم» کوچني کلاوس پر خپله خلطه فشار راوړ او خپل غوږونه یې هغې ته نژدې ونيول.

 «څه وايې؟»

 هغه وايې تاسې د صندوق خواته لاړ شې او هغه پرانيزې اوهلته به یوڅه ووينې چې ماته ورته دی او به وينۍ چې څنګه غږونه کوي، خو د صندوق سر ټينګ ونيسې چې ونه تيښتي!»

 «غواړې له ما سره مرسته وکړې او هغه ونيسې!» بزګر دا خبره وکړه او د هغه صندوق خواته لاړل، چيرې چې د بزګر ميرمن ريښتنی چړي پټ کړی ؤاو هلته په ډار او ويره کې ناست ؤ.

 بزګر لږ شان د صندوق سر پورته کړ«اوه!» بزګر داسې چيغه کړه اوبیرته یې شاته ټوپ کړ.

 « هو، اوس مې وليد، بيخي زموږ چړي ته ورته دی! دا بيخي وحشتناکه ؤ» دوې په دغه وياړ د شپې تر ناوخته واين وڅکل.»

 « ته کولی شي دغه کوټګر پر ما وپلورې!» بزګر دا خبره وکړه، « هر څه چې وغواړې درکوم يې! زه به له پيسو ډک يو لوي صندوق درکړم!»

 « نه! زه نه شم کولی!» کوچني کلاوس دا خبره وکړه. « ته په خپله فکر وکړه چې دغه کوټګر ماته څومره ګټې رسولی شي!»

 « زه زيات غواړم چې هغه ماته راکړې!» بزګر دا خبره وکړه او خپلې غوښتنې ته يې دوام ورکړ.

 « هو» کوچني کلاوس په پای کې وويل « تا ډیره مهرباني وکړه او ماته دې په خپل کور کې د شپې د تيرولو ځای راکړ، نو زه نه شم کولی ستا خبره ونه منم، زه به د يو صندوق پيسو په بدل کې هغه تا ته درکړم خو شرط مې دا دی چې صندوق بيخي له پيسو ډک کړې.»

 « سمه ده ډک صندوق به تر لاسه کړې!» بزګر دا خبره وکړه او زياته يې کړه چې هغه صندوق به هم له ځانه سره یوسې. زه نه غواړم يوه شیبه هم دغه صندوق په کور کې ووینم. نه پوهيږم هغه به لا تر اوسه هم هلته په صندوق کې ناست وي.

 « کوچني کلاوس بزګر ته د وچ پوستکي خلطه ورکړه او د پيسو ډکه صندوق اوهغه بل لوې صندوق يې هم واخيست. بزګر یوه بله مهرباني هم وکړه او يوه کراچۍ يې هم ورکړه څو صندوق او پيسې په کې يوسي.

 « د خدای په امان» کوچني کلاوس دا خبره وکړه، او د پيسو او هغه لوې صندوق چې چړي په کې ناست ؤ واخیست او روان شو.

 د ځنګل په بل سر کې يو لوې او مست سيند ؤ او لامبو په کې آسان کار نه ؤ. خو هلته د سيند دپاسه يو پل ؤ چې نوی جوړ شوی ؤ، کوچنی کلاوس د پل په منځنۍ برخه کې ودريد او په جګ غږ يې وويل داسې چې چړي يې واوري.

 « له دغه لوې صندوق سره څه وکړم؟ بيخي دروند دی ته به وايې چې له تيږو يې ډک کړی وي! نور نو د وړلو وس يې نه لرم بيخي يې ستړی کړی يم ، نور يې د وړلو اړتيا هم نشته سيند ته به يې ګوزار کړم. کور ته يې نه وړم همدا اوس يې ارتوم.»

 او صندوق یې په یوه لاس لږ جګ کړ داسې چې ګنې اوبو ته يې ارتوي.

 « پام کوه پام کوه!» چړي د صندوق له منځه داسې چيغه کړه، « ما پريږده چې له صندوق څخه راووځم!»

 « اوهو!» کوچني کلاوس دا خبره وکړه. هغه داسې وښودله چې ګنې ډار شوی دی. هغه لا تر اوسه همدلته په صندوق کې دی! ښه نو اوس يې بايد ډير ژر اوبو ته ګوزار کړم څو په اوبو کې ډوب شي!»

 « نه نه دا کار مه کوه!» چړي داسې چيغه کړه « زه به تاته له پيسو ډک يو لوې صنوق درکړم که ته ما پریږدې اوسیند ته مې ګوزارنه کړې !»

 « هو دا نو بله خبره ده!» کوچني کلاوس داخبره وکړه او صندوق يې خلاص کړ او چړي ترې را ووت اوبیا تش صندوق يې سیند ته ګوزار کړ او خپل کور ته لاړ او هلته کوچني کلاوس له هغه نه د پيسو یوډک صندوق واخیست . اوس کوچنی کلاوس هغه کراچۍ چې بزګر ورته ورکړې وه بيخي له پيسو ډکه کړې وه.

 « وګوره ما د خپل آس په بدل کې څومره پيسې تر لاسه کړې!» کوچني کلاوس له ځانه سره دا خبره وکړه او د خپل کور د سالون خونې ته راغی او ټولې پيسې يې د سالون په منځ کې پر ځمکه وارتولې او له ځانه سره يې و ويل، کله چې لوې کلاوس راشي او وويني چې ما د خپل يو آس له برکته څومره پيسې پیداکړې او څومره شتمن شوی يم نو زیات به بریشانه او خپه شی. خو زه بايد اوس هغه ته ټول ريښتيا ونه وايم چې دا هرڅه څنګه پيښ شول!»

 نو يو هلک يې د لوې کلاوس پسې واستوه څو له هغه نه د پيسو يو سیف (صندوق) په پور راوړي.

 « هغه پر دغه صندوق څه کوي!» لوې کلاوس له ځانه سره دا فکر وکړ او د صندوق منځ یې و کاته ځکه کيدی شو هلته پيسې وي ځکه د صندوق په بيخ کې ده لږ قير تپلي ول او پخوا يې هم دغه صندوق په پور ورکړی ؤ او کله چې يې بيرته صندوق اخيستی ؤ نو په صندوق کې د سپينو زرو درې سکې او اته پيسې يې موندلي وې.

 « څه وينم!» لوې کلاوس د کوچني کلاوس په لور منډه کړه او ترې يې و پوښتل « دا دومره زياتې پيسې دې له کومه کړې؟»

 « دا مې د آس د پوستکي له درکه وګټلې، تيره شپه مې خرڅ کړ!»

 « ډیرې زياتې پیسې يې درکړي دي!» لوې کلاوس داسې وويل او کور ته ستون شو او يوه لويه چاړه يې واخيستله او خپل څلور واړه آسونه يې پرې هلال کړل او پوستکي يې ترې و ايستل او د ښار په لور ولاړ.

 « پوستکي! پوستکي! څوک غواړي پوستکي را ونيسي! لوې کلاوس په کوڅو کې داسې چيغې وهلې. ټول موچيان او څرمنه جوړونکي په منډه منډه دهغه خوا ته راغلل او د بيې پوښتنه يې ترې وکړه« په څو يې پلوري؟»

 «د هر يو په بدل کې له پیسو ډک يو سيف (د پيسوصندوق) !»

 « ليونی شوی خو به نه يې؟» ټولو په يو غږ دا خبره وکړه « ته ګومان کوې چې موږ دومره پيسې لرو چې په سيف کې یې ساتو؟»

 « بوستکي! پوستکي! څوک پوستکي رانيسې؟» لوې کلاوس بيا داسې غږ اوچت کړ. هر چا به چې د پوستکي د بيې پوښتنه ځنې کوله نو هغه به ويل چې« د يوه پوستکي په بدل کې يو صندوق پيسې غواړم!»

 « دی غواړي پر موږ ملنډې ووهي، نو موچيانو او څرمنه جوړونکو خپل سټک او سوباړی را واخيسته او لوې کلاوس يې مخ ته واچوه.

 « پوستکی ! پوستکی! هغوې پر کلاوس ملنډې وهلې او ويل يې موږ به تاته داسې پوستکی درپه غاړه کړو چې ټول بدن دې په سره خالونو پټ شي، ځه ورکيږه ، ځه له ښاره اوځه! » هغوې داسې ويل او لوې کلاوس په ټول قدرت سره هڅه کوله په چټکۍ سره له ښاره وتيښتي، هيڅکله هم چا په ژوند کې دومره ملنډې پرې نه وې وهلې لکه اوس .

 « ښه نو زه به له تا سره ګورم!» کله چې کور ته ورسيد لوې کلاوس له ځانه سره وويل « کوچنی کلاوس به ددې کار بيه ورکوي، زه يې داسې نه پريږدم!»

 په دې وخت کې د کوچني کلاوس نيا مړه شوې وه، هغه د کوچني کلاوس سره دومره ښې اړيکې نه درلودې او ناوړه چلند به يې ورسره کاوه. هغه خپله مړه نيا له ځايه پورته کړه او په خپله توده بستره کې يې واچوله.« هغه مړه ده او بیرته نه ژوندۍ کيږي، هغه بايد ټوله شپه دده په دغه بستره کې تيره کړي» اوهغه په خپله د يوي څوکۍ د پاسه کيناست څو همالته ويده شي. پخوا هم هغه داکار کاوه او د څوکۍ دپاسه به ویده کيده.

 تر اوسه لا کوچنی کلاس په څوکۍ ناست ؤ چې ور خلاص شو او لوې کلاوس د خپل تبر سره خونې ته ننوت. هغه پوهيده چې د کوچني کلاوس کټ چيرته پروت دی نو کټ ته نژدې شو او پر تبر يې د هغې پر سر ګوزار وکړ، هغه فکر کاوه چې په کټ کې کوچنی کلاوس ويده دی.

 « ګوره! نوربه له ما سره داسې ټوکې نه کوی او پر ما به ملنډې نه وهې!» او بيرته خپل کور ته ستون شو.

 « ته ډير بد او ناوړه انسان يې!» کوچني کلاوس داسې له ځانه سره وويل ، « تا غوښتل ما ووژنې، دا ښه ؤ چې هلته زما د زړه بوډۍ نیا مړی پروت ؤ، هغه خو بې له دي هم مړه وه، که نه نوهغه بې وزلې به يې وژلې وای!»

 هغه خپله نيا په يوه شال کې تاو کړه او له خپل ګاونډي څخه يې يو آس په پور واخيست او ګاډۍ یې په آس پورې وتړله او خپله نيا يې د ګاډۍ پر شاتنۍ سيټ کينوله، داسې چې ونه لويږي ، نو حرکت يې وکړ او له يوه ځنګل څخه تير شول، د لمر خاته پر مهال دوې يولوې ميلمستون ټه رسيدلي ول. ګاډۍ يې ودروله او د میلمستون په لور لاړ څو هلته يو څه و خوري.

 د ميلمستون خاوند ډيرې پيسې ليدلې وې، هغه ډير ښه سړی هم ؤ، خو هغه يو څه عصبي مزاجه ؤ، ځکه نو زيات تنباکوبه يې څکل.

 « سهار په خير!» هغه کوچني کلاوس ته داسې وويل،« ته ډیر وختي دلته راغلی يې.»

 «هو!» کوچني کلاوس داسې وویل، « زه د خپلې بوډۍ نيا سره ښار ته روان يم، هغه هلته بهر په ګاډۍ کې ناسته ده، دلته يې راوستی نه شم، ته نه شي کولی يوه پياله د شاتو شربت هغې ته يوسې، خو هيله کوم لږ په جګ غږ ور سره خبرې وکړې ځکه هغه په غوږونو کڼه ده او ټيټ غږ نه آوري.»

 « ولې نه په سترګو!» د ميلمستون خاوند دا خبره وکړه او په يوه لويه پياله کې يې ورته د شاتو شربت جوړ کړ او بهر ته ووت څو زړې بوډې ته يې يوسي، کومه چې په اصل کې مړه وه او هڅې د ګاډۍ شاته کينول شوې وه.

 « دلته ستا د لمسي له خوا مي تا ته يوه پياله شربت راوړی دی، وا يې خله.» د ميلمستون خاوند داخبره وکړه خو د بوډۍ له خولې يوه خبره هم و نه وتله او بيخي چوپه ناسته وه!

 « نه آورې کڼه يې! » د ميلمستون خاوند داسې چيغه کړه،« دلته يوه پياله د شاتو شربت دی چې لمسي دې را ليږلی دی!»

 هغه يو دوه ځله نور هم په جګ غږ چيغه کړه خو بوډۍ هيڅ غبرګون ونه ښود. هغه زيات په قهر شو او د شاتو پياله يې د هغې پر مخ وويشتله. شربت د هغې پر مخ او پزه جاري شو او بوډۍ له ځايه ولويده، ځکه هغه په څوکۍ پورې ټينګه تړلې شوې نه وه، بلکې هڅې کينولی شوې وه.

 « زما مور دې مړه کړه!» کوچني کلاوس د ميلمستون څخه د ګاډۍ په لور منډه کړه او د ميلمستون خاوند يې له ګريوانه ټينګ و نیوه! و ګوره د هغې سر دې مات کړی دی او د هغې سر بيخي چاوديدلی دی!»

 « اوه! دا يوه بد چانسي ده!» د ميلمستون خاوند داسې وويل او خپل لاسونه يې و مښل او ويې ويل« دا هر څه زما د اعصاب خرابۍ پايله ده! زه به تاته له پيسو ډک سيف (صندوق) درکړم او ستا مور به هم په زيات درناوي سره همدلته خاورو ته و سپارم، بس دی غالمغال مه کوه په دې کار به زما سر غوڅ کړي، په داسې حال کې چې دا يوازې یوه بد چانسي وه او ما نه غوښتل داسې وکړم!»

 کوچني کلاوس له پيسو ډک يو صندوق واخيست او د ميلمستون خاوند همدارنګه د هغه نيا لکه د خپلې مور په شان خاورو ته وسپارله.

 کله چې کوچنی کلاوس له زياتو پيسو سره بيرته کورته راغی نو يو هلک يې د لوې کلاوس کورته واستوه څو له هغه نه يو سيف (د پيسو صندوق) په پور واخلي.

 « څه وايې!» لوې کلاوس په حيرانتيا سره دا خبره وکړه. « آیا ما هغه نه دی وژلی! زه يې بايد په خپله ووينم!» او د صندوق سره د کوچني کلاوس کور ته ورغی.

 « نه نه! دا ټولې پيسې دې له کومه کړې؟ او په خپلو سترګو يې باور نه شو کولی چې دا ټولې پيسې هغه له کومه کړې دې.

 « تا زه نه، بلکې زما نيا دې ووژله!» کوچني کلاوس وويل« ما د هغې مړی و پلورلو او دا ټولې پيسې مې د هغې د مړي په بدل کې واخيستې!»

 « دوې تاته ډيرې زياتې پيسې درکړي دي!» لوې کلاوس دا خبره و کړه او په چټکۍ سره کور ته لاړ او تبر يې واخيست او خپله زړه نيا يې په سر ووهله او ځای پر ځای يې ووژله او په ګاډۍ کې يې کينوله او ښار ته لاړ، چيرې چې ددرملتون خاوند اوسيده او له هغه يې پوښتنه وکړه چې دیوې زړې بوډۍ مړی پيري او که نه؟ ( د پيسو په بدل کې یې اخلي او که نه؟) 

 « داڅوک ده؟ او تاله کومه کړې ده؟» درملتون والا ترې پوښتنه وکړه.

 « دا زما نيا ده!» لوې کلاوس دا خبره وکړه. « ما په تبر ووژله څو يو صندوق پيسې پرې وګټم!»

 « خدای دې موږ له دې حاله وساتي!»، « ته خو به هسې ټوکې کوې خو پام کوه چې په داسې خبرو به خپل سر له لاسه ورکړې!»

 او بيايې په ټينګه ورته وويل چې نوموړي ډیر بد کار کړی دی او هغه ډیر بد او ناوړه انسان دی، هغه بايد ددې کار په خاطر سزا وويني. لوی کلاوس زيات و ډار شو او په يوه خيز له درملتون څخه ووت او په ګاډۍ کې کيناست او آسونه يې قمچين کړل او د کور په لور روان شو. خو په درملتون کې خلکو دا ګومان وکړ چې دا هسې يو ليونی ؤ، نو ځکه دوې هغه ته څه و نه ويل او پريې يښود چې ولاړ شي.

 « ته به دا ځل د خپل دغه کار بيه ورکړې!» لوې کلاوس دا خبره وکړه کله چې د کلي په لاره روان ؤ. « کوچنی کلاوسه ته به د خپل دغه کار جزا ووينې! » اوس نو لوی کلاوس خپل کور ته رسيدلی ؤ او يوه لويه بورۍ يې پيدا کړه او په کوچني کلاوس پسې ولاړ. کوچني کلاوس ته يې وويل «تا بيا پر ما ملندې ووهلې! لومړی دې پر ما آسونه مړه کړل او بيا دي پر ما زما نيا مړه کړه! دا هر څه ستا د لاسه پيښ شول! نور به هيڅکله ته پر ما ملنډې وهلی ونه شې!» نو کوچنی کلاوس يې ونيوه او په خپله بورۍ کې يې واچولو او بورۍ يې په شا کړه او کوچني کلاوس ته يې وويل اوس تا وړم او په سيند کې دې لاهو کوم!»

 ترسینده پورې ډيره لاره وه او بايد زياته لاره يې وهلی وای او کوچنی کلاوس دومره سپک هم نه وه چې په آسانۍ سره يې تر هغه ځايه پر اوږو وړی وای. لاره د کليسا له څنګ تیريده، هلته په کليسا کې آرکيستر غږيده او خلکو ښې ترانې او سندرې ويلې، نو لوې کلاوس د کليسا د ور تر څنګه خپله بورۍ چې کوچنی کلاوس په کې ؤ، پر ځمکه کيښوده او له ځانه سره يې فکر وکړ مخکې له دې چې خپلې لارې ته دوام ورکړم دا به ښه وي چې لومړی کلیسا ته لاړ شم او يوه ترانه واورم، کوچنی کلاوس خو بې له هغې هم تيښتيدلی نه شي اونور خلک هم ټول په کليسا کې راغونډ شوي دي، نو کلیسا ته ننوت.

 «آخ، آخ! » کوچني کلاوس داسې غږونه ايستل او له يوه اړخ نه بل اړخ ته آوښته را آوښته، خو هغه نه شو کولی د بورې خوله خلاصه کړي. په دې کې يو ډيرزوړ اوډير بوډا شپون راغی چې د سر ويښتان يې بيخي سپين ول او يوه امسا يې هم په لاس کې وه. هغه د غواګانو او غوايانو يوه ګله د ځانه سره لرله، دوې د بورۍ له څنګه تیریدل او بورۍ يې واړوله.

 «آخ!» کوچني کلاوس داسې ځګيروي ايستل او ويل يې « زه لا بيخې ځوان يم خو دې ته اړ يم چې هسک ته لاړ شم(بلې نړۍ ته)!» او شپون وويل« زه بې وزلی دومره سپین ږيری او بوډا يم خو لا هلته رسيدی نه شم!»

 «بورۍ خلاصه کړه او راځه بورۍ ته ننوزه ډير ژر به هلته ورسيږې!» کوچني کلاوس داخبره وکړه او شپون وويل« زما زړه غواړي ډير ژر هلته و رسيږم!» د بورۍ سر يې خلاص کړ او کوچنی کلاوس ترې راووت او سپين ږيری بورۍ ته ننوت « غوايانو ته پام ساته!» کوچني کلاوس ومنله او د بورۍ سر يې ټينګ وتړلو او د غواګانو او غويانو سره په خپله لاره روان شو.

 لږ وروسته لوې کلاوس له کليسا نه راووت او بورۍ يې په شا کړه. لوې کلاوس احساس کړه چې بورۍ لږه سپکه شوې ده او د کوچني کلاوس نيمايې هم درونده نه ده. « څومره سپک شوی دی، په آسانه يې وړی شم. دا ځکه دومره سپک شوی دی چې ما په کليسا کې ترانه واوريده!» او د سيند په لور لاړ او بورۍ يې سيند ته واچوله او غږ يې کړ چې «نور هم پر ما ملنډې واهه!» هغه ګومان کاوه چې کوچنی کلاوس يې سيند ته آرتولی دی.

 کله چې هغه کلي ته نژدې راورسيد نو کوچنی کلاوس د غوايانو او غواګانو له ګلې سره په مخه ورغی.

 « څه! داڅه وينم!» لوې کلاوس دا خبره وکړه.« آیا ما ته په سيند کې لاهو نه کړې!» 

 « هو! تا يو ساعت دمخه زه په سيند کې لاهو کړم!»

 « نو دا ګله دي له کومه کړه؟» لوې کلاوس دا پوښتنه وکړه.

 «مطلب دې له دغه غوايانو او غواګانو دی! زه به ټوله کيسه درته بيان کړم، خو لومړی له تانه مننه کوم چې زه دې په اوبو کې ډوب کړم او اوس زه دلته يم او ډير شتمن يم، باور دې کيږي او که نه!» کوچني کلاوس داخبره وکړه. « زه دومره ويريدلی وم کله چې تا د پله له سره سړو اوبو ته ګوزار کړم، يخ شمال هم لږيده. زه ډیر ژر د اوبو تل ته ورسيدم. خو زه هيڅ ژوبل نه شوم ځکه هلته ډير پاسته واښه شنه شوي ول چې زه پرې ولویدم او سمدلاسه بورۍ خلاصه شوه او د اوبو یوې ښاپيرۍ چې سين کمیس يې آغوستی ؤ او ويښتان يې په شنه وریښمین ټوکر تړلي ول، زه له لاسه ونيولم او ويې ويل:« آيا ته کوچنی کلاوس يې؟» « د غه د غوايانو او غواګانوګله ستا دپاره ده او هلته يو ميل وړاندې يوه بله ګله هم ولاړه ده چې تاته يې درکوم!» 

 باید ووايم چې تر اوبو لاندې لويه لاره وه چې د سيند خلکو به پرې تګ او راتګ کاوه. هلته يوه لاره بيخي کلي ته نژدې د سيند غاړې ته رسيده چې شا او خوا يې ډير ښکلي ګلان زرغون شوي ول، هلته ډير تازه واښه ول او کبان هرې خواته ښکته پورته تلل او خواږه غږونه يې ايستل لکه مرغان يې په هوا کې باسي. لنډه داچې يوه ډيره ښکلې سيمه وه.هلته ډير ښه او مهربانه خلک ول او د څارويو رمې او ګلۍ به په وښو کې څړيدل!»

 « نو ولې ته دومره ژر بيرته راستون شوې او بيرته دلته راغلې!» لوې کلاوس پوښتنه وکړه « که هلته دومره ښه ځای ؤ ما به هيڅکله هم دا کار نه وای کړی!»

 «هو!» کوچني کلاوس وويل « دا کار خو ما په خپله خوښه وکړ! ځکه د اوبو ښاپیرې ويلي وه چې د يو ميل په واټن هلته يوه بله ګله هم ده چې ماته يې راکوله خو تر هغه ځايه لاره زياته وه او ټولې لاري يوې او بلي خوا ته غزيدلي وې، زه پوهيدم چې زموږ کلي ته کومه لاره لنډه ده او په دې کار سره ما سمه نيمه لاره لنډه کړه او که نه زه بايد هلته يو مپل تللی وای او بيرته راغلی وای. نو ما غوره وګڼله همدغه د غوايانو ګله له ځانه سره کلي ته راولم!»

 «ته يو نيکمرغه سړی يې!» لوې کلاوس وویل « څه فکر کوې چې که زه هم هلته د اوبو تل ته ولاړ شم او له هغه ځايه يوه ګله له ځانه سره راوړم!»

 « هو، زه فکر کوم ته هم دا کار کولی شي، خو زه تا تر هغه ځايه په بورۍ کې په شا نه شم وړلی ، ته تر ما زيات دروند يې، ته بايد په خپلو پښو د سيند تر غاړی لاړ شې او هلته په بورۍ کې ننوزه، نو زه به په زياتې خوښۍ سره تا اوبو ته ټيله کړم!» کوچني کلاوس داخبره وکړه.

 «ډيره مننه!» لوې کلاوس دا خبره وکړه « خو که زه د غوايانو ګله تر لاسه نه کړم نو ښه پوه شه چې دا ځل به په وهلو وهلو د بوسو ګوډی در څخه جوړ کړم! پوه شوې!»

 « نه، نه! دومره بد نيته کيږه مه!» له دې خبرو وروسته د سيند په لور لاړل. په دې وخت کې د غوايانو يوه لويه ګله چې ډيره تږې وه د اوبو په ليدو سره د سيند په لور په ځغاستو شوه، څو اوبه وڅکي.

 « هلته ګوره څومر بيړه لري!» کوچني کلاوس داسې وويل « دوې بيړه لري بيرته د اوبو تل ته ښکته لاړ شي!»

 «ښه نو اوس له ماسره مرسته وکړه او که نه سخت به دې وډبوم!» لوی کلاوس داسې وويل. او لوې کلاوس په يو غټه بورۍ کې ننوت او کوچني کلاوس ته يې وويل يوه لويه ډبره هم په بورۍ پورې و تړه، کيدی شي په اوبو کې ډوب نه شم!»

 « سمه ده!» کوچني کلاوس دا خبره وکړه او د بورۍ سر يې ټينګ وتړلو او يوه لويه ډبره يې هم په بورۍ پورې وتړله او سيند ته يې ټيل وهلو، لوې کلاوس په چټکۍ سره په اوبو کې ډوب شو!

 « ويريږم چې هغه به هلته غوايان مايان پيدا نه کړي!» او بيرته خپل کورته ستون شو.

 منبع: سپرغۍ وېبپاڼه، http://bit.ly/2A8Vidk

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.