118 ـ آس غواړم!

source and copy right of this image: creativepro.com

 

ليکونکی : احمدولي اڅکزی

 چي وه یوه کوچنۍ انجلۍ وه. د هغې نوم زهرا ؤ. زهرا ډېره ښه انجلۍ وه او بالکل يې د خپل مور او پلار په خوله کوله. له همدې وجي پر خپل مور او پلار بيخي ډېره ګرانه وه. په زياته بيا د خپل پلار د زړه سر وه. پلار به يې هميشه کوښښ کاوه چي د زهرا هر خواهش ور پوره کړي، ولي چي زهرا يوه ډېره ښه او مهربانه کوچنۍ انجلۍ وه.

يوه ورځ زهرا خپل پلار ته وويل:«پلار جانه، زما زړه غواړي چي يو آس ولرم. ماته يو آس را رانيسه.»

پلار يې وويل: «زهرا جاني، آس خو يو ډېر لوی حيوان دی او ډېر ځای غواړي. زموږ کور خو ډېر کوچنی دی. د آس له پاره زموږ په کوچني کور کي ځای نسته.»

زهرا وويل:«د کور دباندي به ځای ورته جوړ کړو.»

پلار يې وويل: «آس خو  ډېر کار غواړي. بايد لږ تر لږه يو کس ټوله ورځ د هغه په خدمت کي ولاړ وي. بايد ورته بوسه يا هغه خوراک چي آس يې خوري ورته راوړي. د آس د درېدو ځای پاک کړي. آس بورس کړي او داسي نور ډېر کارونه...»

زهرا وويل: «ته آس رارانيسه. زه به يې ټول کارونه پخپله ورکوم.»

پلار يې ويل: «وۍ زما ګراني خوږې لوري، ته خو ډېره کوچنۍ يې. زه نه غواړم چي زما لور ډېره ستړې سي. خو خير پر دې به فکر وکړو چي د آس پر ځای بل کوم شی رانيسو. داسي يو شی چي ډېر لوی نه وي، پرېولل يې آسانه وي، ستا ساعت ورسره تېر وي، لږ ځای وغواړي او ستا ګران ملګری وي.»

په دا سبا ورځ چي کله د زهرا پلار له کار څخه راغلی، نو زهرا سلام ور واچاوه. پلار يې سلام وعلی کړ او بيا يې زهرا ته يو کوچنی کارتن ورکړ.

زهرا ويل .«بابا جانه دا څه شی دی؟»

پلار يې وويل: «خلاص يې کړه. ستا له پاره مي راوړی دی.»

زهرا هم د کارتن څخه سلوشن ټېپ ليري کړ او هغه يې خلاص کړ. که ګوري نو په کارتن کي يو د نه منلو وړ ښايسته د ټوکر او وړيو څخه جوړ سوی پوست موست آس پروت ؤ. دا بالکل هغسي ښايسته آس ؤ لکه زهرا چي يې فکر کاوه چي بايد يو وخت يې ولري. دغه آس کوچنی خو ډېر ښايسته ؤ. زهرا د خپل پلار څخه مننه وکړه او خپلي مور ته يې دا زيری ورکړ، چي ورته پلار داسي ښايسته آس راوړی دی. 

زهرا د خپلي مور سره د خپل نوي آس به باره کي خبري کولې چي د زهرا انا کور ته راننوتله. زهرا ور ورځغستل چي خپلي انا ته د خپل آس په باره کي زيری ورکړي. خو که ګوري د انا سره يې يوه ټوکرۍ ده چي ورباندي يو ټوکر غوړېدلی دی.

انا يې وويل: «زهرا جاني، زموږ کور ته نن يو کوچنی مېلمه راغلی ؤ. ما ويل چي دغه نانی او خوږ مېلمه بايد خپلي خوږې لمسۍ ته ورکړم چي د ځان سره يې وساتي. واخله ټوکر ورڅخه ليري کړه چي ويې وينې.»

زهرا چي د ټوکرۍ څخه ټوکر ليري کړ، نو يو داسي ښايسته شی يې وليدی چي آس ورڅخه هير سو. په ټوکرۍ کي يو کوچنی نانی مُنانی د پيشي چنګوټی پروت ؤ او ارږمۍ يې کښله لکه تازه چي له خوبه چي راويښ سوی وي. چنګوټي په ښايسته سترګو زهرا ته وکتل او ورته ويې ويل: مياؤ

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د می ۳۰مه نېټه، بون 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.