117 ـ پشتکۍ پستکۍ پنډکۍ

 

ليکونکی : احمدولي اڅکزی

چي وه یوه نانۍ پيشوګۍ وه. د هغې مور ورباندي د پشتکۍ پستکۍ پنډکۍ نوم ايښی ؤ. پشتکۍ پستکۍ پنډکۍ نوره بيخي ډېره واوا پيشو وه، خو يو چم يې واوا نه ؤ. هغه دا چي پشتکۍ پستکۍ پنډکۍ به هره ورځ ماښام پر خپل وخت نه بيده کېدله. مور به يې ورته وويل: آ زما ګرانې پشتکۍ پستکۍ پنډکۍ لوري، بايد بيده سې ولي چي سهار وختي بايد د نانۍ پيشوګانو مدرسې ته ولاړه سې. خو پشتکۍ پستکۍ پنډکۍ به ځان دوري وري کاوه او هميشه به يې ناوخته کی او بیا به بيده سوه. کله چي به سهار سو نو به مور په مهرباني ورباندي ږغ وکی: آ زما خوبکۍ پشتکۍ پستکۍ پنډکۍ لوري، راکښېنه چي سهار سو. بايد مدرسې ته ولاړه سې. خو پشتکۍ پستکۍ پنډکۍ به لا په ډوب خو بيده وه او هيڅ به نه راکښېنستله. مور به يې بيا ورته راغله او ورته وبه يې ويل: آ زما د خوبانو ډکي خوږې لوري، راکښېنه ناوخته کيږي. نو بيا به پشتکۍ پستکۍ پنډکۍ راکښېنسته او آآآآ ارږمۍ به يې کښلې او کراره کراره به کېدله چي مخ پرېولي او بيا د مور پلار سره چای وچښي. د هغې به خوب نه ؤ پوره او کله چي به د سهار پر سترخوان کښېنستله نو به يې لا آآآآ ارږمۍ کښلې. يو غوړپ چای به يې وکړې او بیا به نژدې ؤ چي بيده سي. پلار به يې ورته وويل: آ پشتکۍ پستکۍ پنډکۍ لوري، بايد د شپې وختي بيده سې چي خوب دي پوره سي. نانۍ پيشوګۍ به د ځان سره وعده وکړه چي نن ماښام به خامخا وختي بيدېږم چي بیا سهار داسي ستړې ستومانه نه يم لکه نن. خو کله چي به ماښام سو نو پشتکۍ پستکۍ پنډکۍ ته به بيا پر وخت خوب نه ورتلی بيا به يې نانۍ لکۍ ښوروله او د خوني له یو کونجه تر بل کونجه پوري به يې ځغستل.

 

یوه ورځ چي نانۍ پيشوګۍ له مدرسې کور ته راغله نو يې وليدل چي انا يې راغلې وه. پر نانۍ پيشوګۍ خپله انا بيخي ډېره ګرانه وه ولي چي هميشه به يې نازوله او ښه مزه داره د خوړلو شيان به يې ورته راوړل. همدا ؤ چي پشتکۍ پستکۍ پنډکۍ د خپلي انا غېږ ته ورولوېده او هغې يې پر خېټکۍ منګولي ورتيري کړې. نانۍ پيشوګۍ ته دا چم ډېر خوند ورکاوه او غغغغغغغغغغغغ داسي به يې کرار کرار ږغ کاوه، کله چي به يې انا پر نس او غاړه منګولې ورتېرولې. بيا پشتکۍ پستکۍ پنډکۍ خپلي انا ته وويل: ګراني انا جاني، ماته دي نن څه شي راوړي دي. انا ورته وويل چي تاته مي يو داسي شی راوړی دی چي بايد د بيدېدو مخکي يې درته درکړم. دا هغه وخت چي ته په بستر ننوتلې يې او خوب ته دي ځان تيار کړی وي. نو هغه وخت بیا زه تاته وایم چي څه شي مي درته راوړي دي. 

 

د ماښام د ډوډۍ خوړلو وروسته پشتکۍ پستکۍ پنډکۍ خپلي مور ته وويل: مور جاني څه وخت بيده کيږو؟ مور يې وويل: وخت لا ډېر سته، لږ درس لا ووايه او بيا لوبي وکړه بيا به بيده سې. پشتکۍ پستکۍ پنډکۍ ټول درسونه چي په مدرسه کي ورته ورکول سوي ول په یاد کړل. بيا يې د لوبو په سامان لوبي وکړې او بيا مور ته ورغله او ويې ويل: مور جاني څه وخت بيده کيږو؟ مور ورته وويل: اوس لا وختي دی، ورسه د سهار له پاره دي د مدرسې کالي تيار کښېږده، بوټونه دي پالش کړه او د کتابو او کتابچو بسته دي تياره کړه. نانۍ پشوګۍ دا ټوله کارونه وکړل او بيا يې له خپلي انا پوښتنه وکړه: انا جاني څه وخت بيده کيږو؟ انا يې ورته وويل: ته ورسه غاښونه پرېوله او بيا دي خپل بستر ته ولاړه سه، زه به هم هلته درسم. 

 

کله چي نانۍ پيشوګۍ چي مور ورته پشتکۍ پستکۍ پنډکۍ نوم ورکړی ؤ او انا ورته پشتکو پستکو پنډکو ويل په خپل بستر ننوتله نو يې انا ورته راغله. انا پشتکو پستکو پنډکو ته وويل: ته خبره يې چي زه هم ستا په رکم نانۍ پيشوګۍ وم او ما ته هم وختي خوب نه راتلی؟ نو هغه وخت ماته زما انا راغله او ماته يې يو چم راوښود. زه هم غواړم تاته نن هغه چم در وښيم چي ته هم ژر بيده سې او لا په درسو کي لايقه او لا خوږه او ښايسته سې. پشتکو پستکو پنډکو انا ته وويل: انا جاني ماته يې راوښيه. انا ورته وويل: زه به يې در وښيم خو وعده به راسره کوې چي لږ وخت به غرمه هم بيدېږې، کله چي له مدرسې څخه راسې. نانۍ پيشوګۍ ورته وويل چي سمه ده، همداسي به وکړم. 

 

انا ورته وويل: زه تا ته وایم چي بايد څه وکړې خو ته به سترګي پټوې او هيڅ به يې نه خلاصوې. پشتکو پستکو پنډکو ويل ښه دی او سترګي يې پټي کړې. انا وويل: داسي فکر وکړه چي ته په خپل ښايسته بستر کي بيده يې، سترګي دي پټي دي. بيا دي بابا راځي او د چپرکټ پر يو کونج دي يوه ښايسته ګازي بوغۍ درتړي چي سور رنګ لري. بيا دي مور راځي او د چپرکټ پر بل کونج دي زرغونه ګازي بوغۍ درتړي. بيا دي بابا راځي او د چپرکټ پر بل کونج دي ژړه بوغۍ تړي. بيا دي مور راځي او د چپرکټ پر څلورم کونج شين رنګ لرونکې ګازي بوغۍ تړي. دغه کار څو واري تکراريږي تر څو ستا د چپرکټ پر څلورو کونجونو څلور رنګه بوغۍ يعني شل سرې، شل زرغونې، شل ژړي او شل شنې وتړل سي. خو ته به سترګي نه خلاصوې او تر هغو به په خپل ذهن کي د مور او پلار عکس راولې چي څنګه دغه بوغۍ يوه په يوه ستا پر چپرکټ تړي تر څو هر کونج ته شل شل بوغۍ پوره سي. بيا به نو ته ووينې چي څه کيږي. 

 

پشتکو پستکو پنډکو انا ته غوږ نيولی ؤ او بالکل همداسي يې وکړه لکه څنګه چي يې انا ورته ويلي ول. همدا ؤ چي د پشتکو پستکو پنډکو چپرکټ د بوغيانو له خوا کرار کرار پورته سو او لا پورته کېدی او پورته کېدی او پورته کېدی. دا چپرکټ دومره پورته سو چي د آسمان سپيني سپوږمۍ ته ورسېدی. نرۍ سپوږمۍ چي توده او ښايسته ړنا يې درلوده و پشتکو پستکو پنډکو ته وويل: اې واوا نانۍ پيشوګۍ، ښه سو چي راغلې، زه او دغه راټول سوي ستوري ټوله ستا په انتظار ؤ چي ستا سره پستې پستې خبري وکړو او هر هغه ځای ته دي بوزو چي ستا زړه غواړي او هر هغه شی درکړو چي ستا خوښ وي. دا د ښکلو او ښايسته خوبونو دنيا ده او هر شی پکښي ممکن دي، لکه په نکل کي. خو په دې شرط چي د دې وروسته چي هره شپه بيدېږې نو اول به ټولې هغه کلمې او سورتونه تکراروې چي مور او پلار درته ويلي وي او بيا به هغه چم تکراروې چي انا دي در ښودلی ؤ. پشتکو پستکو پنډکو د ستورو سره ښه لوبي وکړې او له لوړه يې ښه نندارې وکړې. هغې هلته ښه ډېر وخت تېر کړ چي د مور ږغ يې واورېدی: آ زما خوبکۍ پشتکۍ پستکۍ پنډکۍ لوري، راکښېنه چي سهار سو. 

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ مېلادي کال د می ۲۰مه نېټه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.