107 ـ د امپراتور نوې جامې

source of image: http://img-fotki.yandex.ru/get/4124/24302342.66/0_83ba3_34f5e271_orig

 

ژباړن : پوهندوی آصف بهاند

لیکوال: هانس کریستیان اندرسن

کلونه پخوا یو امپراتور ژوند کاوه چې نوې او ښکلې جامې یې ډیرې خوښیدې او خپلې ټولې پیسې به یې د ځان په سمبالولو او جوړولو لګولې. هغه خپلو سرتیرو ته هم پام نه کاوه، کومې نندارې ته نه ته، د آس په سورلۍ د ځنګله په سیل هم نه ووت؛ خو د خپلو نویو جامو د ښودلو له پاره یې ښه ډیر وخت او ښې ډیرې جامې درلودې، داسې چې د ورځې د هر ساعت له پاره یې یو جوړه کالي درلودل او پر له پسې به یې بدلول. دی دومره مصروفه و چې فکر کیده چې«امپراتور د مشاورې یا مصلحتونو په کوټه کې دی»، خو په اصل کې داسې و چې:«امپراتور د کالیو په المارۍ کې لګیا و»

د امپراتور د اوسیدو ښار، له خوښیو ډک ښار و. هره ورځ هغه ښار ته ډیر نا پیژانده خلک راتلل. یوه ورځ دوه حیله ګر دې ښار ته ورغلل او ځانونه یې ټوکر جوړونکي معرفي کړل. هغوی ویل: تر ټولو ښکلی ټوکر، چې فکر یې کیږي، کولای شي و اوبي، داسې ټوکر چې نه یوازې دا چې رنګ او طرحه یې ډیره عالي او ښکلې وي، بلکې هغه جامې چې له دې ټوکر نه اوبدل کیږي، یوه بله عجیبه ځانګړنه هم لري: هغه څوک چې د خپل مقام وړ نه وي یا ډیر احمق وي، د چا پر بدن یې نه شي لیدلای.

کله چې واکمن دا خبرې واوریدې، ځان سره یې و ویل:«په رښتیا ډیره په زړه پورې به وي چې داسې جامې واغوندم، بیا نو کولای شم پوه شم چې زما په امپراتورۍ کې څوک د خپل مقام وړ نه دی او و به کولای شم چې د پوه او نا پوه توپیر وکړم. هوکې باید ژر تر ژره زما له پاره همداسې کالي جوړ کړای شي.» دواړو تیر ایستونکو نارینه ګانو ته یې ښې ډیرې پيسې ورکړې چې خپل کار پیل کړي.

تیرایستوکوو خپله دستګاه کیښوده چې ټوکر و اوبي، خو دستګاه کې د اوبدلو له پاره هیڅ شی نه وو. هغوی له امپراتور نه وریښمین او طلایي سپڼسي وغوښتل، خو هغه یې و نه کارول او په خپلو توبرو کې یې کیښودل. د شپې تر نا وخته به د اوبدلو له دستګاه سره ناست وو، چې ټوکر اوبي.

امپراتور یو وار له ځان سره و ویل:«زړه مې غواړي پوه شم چې د کاليو اوبدلو کار څه ډول روان دی؟»، خو کله یې چې دا خبره په یاد کیدله چې: هغه خلک چې احمق او د خپل مقام وړتیا نه لري، نه شي کولای چې دا ټوکر وګوري، نو په زړه کې یې عجیب حالت پیدا شو او له ځان سره یې و ویل چې اړینه نه ده چې له ځانه و ډار شي، خو زړه یې غوښتل چې د لومړي ځل له پاره بل څوک ور ولیږي چې هلته څه تیریږي.

د امپراتورۍ په ټولو برخو کې د دې جادويي جامو د کیفیت په باب خلکو یو څه اوریدلي وو او ډیری خلک دې ته سترګې پر لارې وو چې په دې پوه شي چې ګاونډی یې څومره احمق او د خپل کار وړ نه دی.

امپراتور سوچ وکړ چې:«زه باید خپل مجرب او وفاداره وزیر په اوبدونکو پسې ولیږم چې د هغوی کارونه څنګه روان دي. دا ځکه چې دا وزیر پوه سړی دی او له ده پرته بل هیڅ څوک د هغه د مقام وړتیا نه لري.»

پوه او د باور وړ وزیر هغې کوټې ته ورغی چې دوه مکار اوبدونکي د تشې دستګاه په څنګ کې ناست وو او د اوبدلو په نامه ښوري، خو وزیر څه و نه لیدل، له حیرانتیا نه یې سترګې بوټې را و وتې او له ځان سره یې و ویل:«خدایه و رحمیږې، زه خو هیڅ شی نه وینمه.»، خو څه یې و نه ویل.

مکارانو له ده و غوښتل چې د ټوکر اوبدلو دستګاه ته ور نږدې شي. هغوی تشې دستګاه ته په اشارې سره له وزیر نه د اوبدیدونکي ټوکر د طرحې، رنګ او ښکلا په باب پوښتنې کولې. زاړه وزیر چې هر څومره خپلې سترګې خلاصې کړې اوبیا یې د دقت له پاره سره غونجې کړې، څه یې و نه لیدل، ځکه چې هلته هیڅ شی نه و.

وزیر له ځان سره و ویل:

«یا خدایه! آیا زه نا پوه یم؟ هیڅ کله مې باور نه کیږي، که رښتیا داسې وې، نو ښه ده چې څوک پوه نه شي، آیا زه د دې مقام وړ نه یم؟ نه، دا به هیڅ ښه نه وي چې و وایم: هغه ټوکر چې اوبي، زه یې نه شم لیدلای.»

یوه مکار په داسې حال کې چې د اوبدلو پيښې یې کولې، و ویل:«ښه! د ویلو له پاره څه نه لرئ!»

زاړه وزیر د خپلو عینکو له شا نه د باندې وکتل او وې ویل:«واه ښکلی دی! دا طرحه، دا انځور او دا رنګونه! هوکې، زه به امپراتور ته و وایم چې ما یې له لیدلو نه په رښتیا خوند واخیست.»

دواړوو اوبدونکوو و ویل:«موږ ویاړوو» او وروسته یې د طرحو او رنګونو نومونه یاد کړل. زاړه وزیر د دوی خبرو ته په دقت غوږ ونیو، څو وکولای شي هغه بیا امپراتور ته تکرارکړي او دا کار یې په هوښیارتیا تر سره هم کړ.

اوس نو دواړو تیرایستونکوو سړیو د ټوکر داوبدلو له پاره د نورو ډیرو پیسو، وریښمو او زرینو سپڼسیو غوښتنه وکړه چې هر څه خپلو جیبونو ته واچوي. د اوبدلو دستګاه لکه پخوا تشه چلیده، حتی یو سپڼسی هم په دستګاه کې نه لیدل کیده او دوی د کار کولو پيښې کولې.

امپراتور په ډیره بیړه خپل یو بل د باور وړ استازی ور ولیږه چې وګوري د ټوکر د اوبدلو کار څنګه روان دی او کله به پای ته رسیږي. په دې استازي هم د زاړه وزیر کانه وشوه. دې استازي هم وکتل او وکتل، خو پرته له تشې دستګاه نه یې بل څه ونه لیدل.

دې استازي ته هم دواړو مکاروو نارینه وو دهغه څه په باب څرګندونې وکړې ، چې هلته نه وو او بیا یې ور نه وپوښتل:«څنګه! ښکلی ټوکر نه دی!»

د امپراتور استازي ځان سره فکر وکړ«زه احمق نه یم، ضرور زه د خپل مقام لیاقت نه لرم! د خندا وړ ده! خو ما سره ښايي چې د چا را باندې پام نه شي.» او له دې سره یې د هغې ټوټې د طرحو او رنګونو په ستایلو پیل وکړ چې هیڅ نه لیدل کیدل او مکارانو ته یې و ویل چې څومره یې ټوټه خوښه شوې ده. بیا نو امپراتور ته ورغی او ورته وې ویل:«هوکې، یوازې ښکلی دی!»

ټول ښار د هغه پرتمین ټوکر په باب غږیده چې دوو مکارانو اُوبده. په پای کې امپراتور پریکړه وکړه چې ټوکر د دستګاه پر سر وګوري.

امپراتور له یوې منتخبې ډلې سره چې د ده دوه پخوا ورلیږلي استازي هم په کې وو، هغې کوټې ته ننوت چې مکاران لګیا وو او په ډیر جدیت یې د اوبدلو دستګاه کاروله چې یوه ټوټه څه، حتی یو سپڼسی هم په کې نه و.

د امپراتو دوو باوري استازو غږ وکړ:«وګورئ! اعلیحضرتا، څه ښه رنګ او څه ښه طرحه ده. آیا ډیره عالي نه ده؟»

دواړو زړو او باوري استازو تشې دستګاه ته داسې اشاره کوله، ته وا رښتیا ټوکر په کې دی او ټول یې لیدلای هم شي.

امپراتور ځان سره و ویل:« یعنې څه! زه خو څه نه وینم! بیرونکې ده! آیا زه احمق یم؟ آیا زه د امپراتور د واک وړتیا نه لرم؟ دا له ټولو نه خطرناک څه وو چې کیدای شول ما ته را پيښ شي!» بیا یې تشې دستګاه ته په کتو سره د رضایت په ډول سر وښوراوه او وې ویل:«اوه، ډیر ښایسته دی! ډیر مې خوښ شو.» هغه نه غوښتل وايي چې څه نه شي لیدلای.

ورسره تللو درباریانو پر دستګاه سترګې وګنډلې، ډیر ټیټ و پاس شول، څه یې و نه لیدل، خو ټولو امپراتور غوندې و ویل:«اوه، ډیر ښکلی دی!» او امپراتور ته یې سپارښت وکړ چې د ده له پاره، له همدې ټوټې نه جامې وګنډل شي چې امپراتور یې په راتلونکو مراسمو کې واغوندي.

هغوی ټولو و ویل:« عالي دی! ښکلی دی! پرتمین دی.» دا خبره خوله په خوله شوه او ټولو رضایت ښکاره کړ. او امپراتور هم دواړو مکارانو ته «د اوبدلو د دستګاه نجیب زاده» لقب او د شوالیه نشان ورکړ چې پر ټټرونو یې ور ته و نښلوي.

دواړه مکار اوبدونکي، د مراسمو له تر سر کیدو یوه شپه مخکې، له شپاړسو لګیدلو شمونو سره شپه په ویښه سبا کړه. خلکو کولای شول وګوري چې هغوی د امپراتور د نویو جامو د کار د خلاصولو له پاره څومره هڅه کوي.هغوی داسې ښودله چې ټوکر له دستګاه نه را باسي، هوا په غټو قیچيانو غوڅوي، په بې سپڼسیو ستنو باندې یې ګنډي او په پای کې يې غږ وکړ چې د امپراتور جامې تیارې دي!

امپراتو له خپل ځانګړي ګارد سره په اوبدونکو پسې ورغی. دواړو مکارانو خپل لاسونه هوا ته داسې جګ کړل لکه کوم شی چې یې په لاسونو کې وي او وې ویل:«دا پرتوګ، دا کمیس او دا هم خولۍ» او پسې زیاته یې کړه:«د غڼې(جولا) د تار په سَبک جوړې دي! کله چې واغوستل شي، انسان فکر کوي چې څه شی یې په ځان کې نه شته،  همدا د دې ټوټې ښیګڼه ده.»

د ګارد غړو ټولو په یوه خوله و ویل چې هوکې، خو دوی څه نه وو لیدلي، ځکه چې د لیدلو له پاره هیڅ شی نه وو. دوو مکارانو و ویل:«که د اعلیحضرت غوښتنه وي، مهرباني دې وکړي خپلې جامې دې وباسي! موږ به د لویې آيينې په مخ کې تاسو سره مرسته وکړو چې خپلې جامې واغوندئ.»

امپراتور خپلې ټولې جامې وایستې او دواړو مکارانو داسې ښودله چې د ګنډل شوو جاموهره برخه جلا جلا ور اغوندي، بیا یې داسې پیښې وکړې چې ګـنې کوم شی یې له ملا نه ور تاووي او ورپسې د جامو شاتنۍ برخه چې ورپسې زوړنده وي. امپراتور را تاو شو او د آیینې مخکې ودرید. ټولو و ویل:«اوه خدایه! څنګه درسره ښايي، څومره مناسبې دي! څه ښه رنګ! څومره ښه طرحه! ډیرې قیمتي جامې دي!»

د دربار د تشریفاتو رییس و ویل:«اعلیحضرتا! هغه چتر یا خیمه چې د مراسمو په لړ کې باید ستاسو پر سر وي، چمتو ده.»

امپراتور داسې ښودله چې ګنې د ډیرو مجللو او ښکلو جامو د امتحانولو په حال کې دی، یو ځل بیا د آیینې مخکې را تاو شو او وې ویل:«ښه زه چمتو یم، آیا نه را سره ښايي؟»

دوه تنه درباریان چې باید د امپراتور د جامو وروستۍ زوړنده برخه یې په لاس کې ورپسې وړې وای، د ځان غولونې په ډول لاسونه پرغولي باندې ښورول چې ګنې د جامو زوړنده برخه په لاس کې نیسي، نو داسې یې وښوده چې دوی د جامو وروستۍ زوړنده برخه ونیوله، لاسونه یې په هوا کې ښورول چې څه شی وړي. هغوی نه شو کولای دا ومني چې څه نه ویني او څه شی نه شته.

بیا امپراتور د هغې کیږدۍ خوا ته ورغی چې هلته مراسم تر سره کیدل. ټول ښاریان د واټونو په اړخونو کې ولاړ وو او یا یې له کړکیو نه راکتل او ویل یې:«خدایه! د امپراتور جامې څومره ځانګړې دي! شاتنۍ برخه یې څومره ښکلې ده! په امپراتور باندې څومره ښې ښکاریږي!» او په ټولو خلکو کې یو تن هم نه و دا ومني چې څه شی نه ویني. که چا څه ویلي وای، بیا ویل کیدل چې دا احمق دی او د خپل کار وړتیا نه لري. مخکې له دې هیڅ کله د امپراتور جامې دومره د پاملرنې وړ نه وې ګرځیدلې.

د خلکو په ډله کې یوه کوچني نارې کړې:«د امپراتور پر تن څه شی نه شته، لوڅ لپړ دی!»

د کوچني پلار و ویل:«پاکه ربه، د دې بې ګناه کوچني خبرې ته غوږ شئ.» او خلکو په خپلو منځو کې په ګونګوسي پیل وکړ او هغه څه چې کوچني ویلي وو، دوی هم بیا ځلي و ویل:«د امپراتور پر تن څه شی نه شته، وړوکی ماشوم وايي چې د هغه په ځان کې څه شی نه شته.» او په پای کې ټولو چغې کړې:«د امپراتور پر تن څه شی نه شته.»

امپراتور وریږدید، ځکه هغه باوري و چې حق د خلکو په خوا دی، خو له ځان سره یې وویل:«زه باید مراسم تر سره کړم.» او په غرور سره یې ګام اوچت کړ. دوه درباریان چې د جامو د وروستۍ برخې د وړلو پيښې یې کولې، هماغسې ورپسې روان وو!

پای

 

منبع:1-H.C.ANDERSEN، Eventyr، 1، )Kejserens Nye Klæder( ، pp:193-203، 1994-Odensa-Denmark 

 

منبع: افغان جرمن آنلاين
http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_jamey.pdf

د اخذ نېټه: د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۲۳مه نېټه 

همدغه نکل د چين د راډيو له خوا هم خپور سوی چي دلته په کليک کولو سره يې لوستلای سئ.

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.